د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرش له ارمېنیا او اذربایجانه غوښتي چې په نګورنو قره باغ سیمه کې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي.
په جنوبي قفقاز کې د ارمېنیا او اذربایجان ترمنځ نښتې په خونړۍ جګړه بدلې شوې.
دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دې نښته کې د سیمهییزو ځواکونو ترکیې او روسیې د ښکېلتیا خطر زیات شوی دی.
د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د سېپټېمبر پر ۲۸مه د نیم پوځ خوځښت خبر ورکړ.
پلازمېنې باکو وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د یوې کورنۍ پنځو غړو په ګډون شپږ اذري وګړي وژل شوي او ۱۹ ټپيان شوي دي.