د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې امن به قبایلي سیمو ته روزګار رواړي: عمران خان


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم ويلي، تیاری يې نيولی چې په افغانستان کې له سولې راتلو سره سم له ډېورنډ کرښې سره مارکېټونه جوړ کړي.

عمران خان دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه د مومندو او باجوړ د سفر پر مهال کړې ده. هغه غونډې ته وينا پر مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو يادونه وکړه او ویې ويل چې په افغانستان کې د امن له راتلو سره به مينځنۍ اسيا ته تجارتي لارې خلاصې شي.

عمران خان زياته کړه، د سولې سره به د قبايلي سيمو خلکو لپاره د روزګار موقعې پېدا شي. د پاکستان وزيراعظم د سفر پر مهال د مومندو ناکۍ سورنګ او شېخ زید سړک پرانيسته وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG