د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډین پرېمیېر لیګ: راجستان رایلز، کینګز الېون پنجاب مات کړ


د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر
د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر

د انډین پرېمیېر لیګ په لسمه لوبه کې بېګا راجستان رایلز په یوه دلچسپه لوبه کې کینګز الېون پنجاب لوبډلې ته په څلور وکټونو ماته ورکړه.

کنګز الیون لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې یوازې دوو لوبغاړو ۲۲۳ منډې وکړې.

په دې کې میانک اګروال ۱۰۶ او کپتان کې ایل راهول ۶۹ منډې شاملې وې.

راجستان رایلز لوبډلې ټاکل شوی هدف په وروستي اور کې د څلور لوبغاړو په سر پوره کړ.

نن به د رایل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ په دوبۍ کې لوبه کېږي.

د نړۍ دا مشهور تجارتي ټورنامنټ سږ کال د کورونا وایرس له کبله د څو میاشتو تر ځنډ وروسته په متحده عرب اماراتو کې روان دی او نندارچیانو ته اجازه نشته چې میدان ته ورشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG