د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان نښته کې یو پوځي کېپټن وژل شوی


د جنوبي وزیرستان یوه سیمه
د جنوبي وزیرستان یوه سیمه

چارواکي وايي، په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ نښته کې يو پوځي افسر وژل شوی دی.

د ضلع پوليسو مشر شوکت علي د سېټېمبر پر ۲۸مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دا نښته دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د شيرونګۍ په سيمه کې شوې ده.

د ده په وينا، د نښتې د څرنګوالې په اړه دوه بېلا بېلې نظرونه ورکړل کېږي، يو دا چې ځينې کسان يو کور ته د کلنګ لپاره ورغأی ول او بله خبره داکېږي چې هغوي د ډوډۍ غوښتلو لپاره ورغلي ول.

د ده په ادعا، هغې کورنۍ پوځ ته ټېلېفون وکړ چې هغوي بيا ورغلل او کور يې محاصره کړ. د پوليسو د مشر په خبره، پر دې مهال د وسله والو او پوځ ترمنځ د ډزو تبادله وشوه چې پکې پوځي افسر کېپټن عبدالله ووژل شو. خو په خپلواکه توګه د پوليسو مشر د څرګندونو تصديق ونشو.

جنوبي وزیرستان نښته کې یو پوځي افسر وژل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سېپټېمبر پر دريېمه نېټه هم د شکتوی په انار خېلو کې پر پوځي ګاډي بريد کې يو افسر او درې نور عسکر وژل شوي ول. په جنوبي او شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

په دواړه ضلعو کې په وار وار جرګې شوې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې په سيمه دې د روانې بدامنۍ او هدفي وژنو مخه ونيسي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG