د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان نښته کې یو پوځي افسر وژل شوی


جنوبي وزیرستان نښته کې یو پوځي افسر وژل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

چارواکي وايي، په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ نښته کې يو پوځي افسر وژل شوی دی.

چارواکي وايي، په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ نښته کې يو پوځي افسر وژل شوی دی.
د ضلع پوليسو مشر شوکت علي د سېټېمبر پر ۲۸مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دا نښته دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د شيرونګۍ په سيمه کې شوې ده. د ده په وينا، د نښتې د څرنګوالې په اړه دوه بېلا بېلې نظرونه ورکړل کېږي، يو دا چې ځينې کسان يو کور ته د کلنګ لپاره ورغأی ول او بله خبره داکېږي چې هغوي د ډوډۍ غوښتلو لپاره ورغلي ول. د ده په ادعا، هغې کورنۍ پوځ ته ټېلېفون وکړ چې هغوي بيا ورغلل او کور يې محاصره کړ. د پوليسو د مشر په خبره، پر دې مهال د وسله والو او پوځ ترمنځ د ډزو تبادله وشوه چې پکې پوځي افسر کېپټن عبدالله ووژل شو. خو په خپلواکه توګه د پوليسو مشر د څرګندونو تصديق ونشو. د سېپټېمبر پر دريېمه نېټه هم د شکتوی په انار خېلو کې پر پوځي ګاډي بريد کې يو افسر او درې نور عسکر وژل شوي ول. په جنوبي او شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوې دي. په دواړه ضلعو کې په وار وار جرګې شوې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې په سيمه دې د روانې بدامنۍ او هدفي وژنو مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG