د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عبدالله سره په ناسته کې قریشي له افغان سولې سره د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ


د افغانستان ملي پخلاینې اعلی شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدو مهال

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان سولې عمل سره د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۲۸ نېټه بيان کې ويلي چې شاه محمود قريشي دا ډاډ د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا عبدالله عبدالله ته په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال ورکړ.

عبدالله عبدالله نن (دوشنبه) له يوه پلاوي سره په درې ورځني سفر پاکستان ته ورسېد. بيان زياتوي چې ښاغلي قریشي عبدالله عبدالله ته وويل چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه چې د عبدالله عبدالله سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو او د افغان سولې عمل په لړ کې د دواړو هېوادونو نظر د نور ښه کولو په برخه کې یو نوی باب پرانیزي.

ښاغلي عبدالله مخکې په خپل ټوېټر هیله ښودلې وه چې دا سفر یې د دوو ګاونډيو هېوادونو په اړیکو په خاصه توګه په افغانستان کې یوې با عزته او دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې د همکاریو نوی باب پرانیزي.

وزیر اعظم عمران خان، عبدالله ته پاکستان ته د ورتګ بلنه د اګست میاشتې پر ۲۶مه نېټه په ټلفوني خبرو کې ورکړې وه.

اخوا د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی چې په دې سفر کې د عبدالله ملګرتیا کوي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پخوا په پرتله حالات اوس اوښتي دي، په لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې دوه اړخونه چې افغانان دي، په دوحه کې مخامخ خبرو ته ناست دي. د داودزي په وینا پاکستان هم د سولې بهیر کې همکارۍ ته جدي ښکاري.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله داسې وخت پاکستان ته تللی چې په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو ټیمونه خبرې کوي خو په ځينو لانجمنو مسلو سره ایسار دي.

ټاکل شوې ده د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر به د سېپټېمبر پر ۲۹مه نېټه د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره وويني.

اسلام اباد ته د نوموړي تر سفر وړاندې ولسمشر اشرف غني او وزیر اعظم عمران خان د افغانستان د سولې روانو هڅو پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG