د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو پاکستان توکمه کس د پاریس د حملې ذمه واري منلې


د فرانس اوروژنکي یو ټپي شوی کس نژدې ولاړ اېمبولس ته وړي. (انځور سېپټمبر ۲۵مه)
د فرانس اوروژنکي یو ټپي شوی کس نژدې ولاړ اېمبولس ته وړي. (انځور سېپټمبر ۲۵مه)

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په چاړه د خلکو د وهنې پېښې په تور یو پاکستان توکمه ځوان منلې چې قصداً یې د شارلي اېبدو مجلې پخوانی دفتر په نښه کړی وو.

پلټونکو د سېپټېمبر پر ۲۶مه وويل چې بريدګر ۱۸ کلن دی چې نوم یې حسن الف ښوول شوی.

له رپورټونو سره سم، نوموړي ویلي چې پر طنزیه مواد چاپوونکې مجلې شارلي اېبدو یې ځکه برید کړی چې په وروستیو کې یې د اسلام پیغمبر خاکې خپرې کړې وې.

په چاړه د خلکو وهلو پېښه تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته شوې چې په پاریس کې پر شارلي اېبدو مجلې د برید په تړاو د ۱۴ مشکوکه کسانو پر ضد مقدمه پیل شوه.

د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې د مجلې پر دفتر او وروسته بیا پر یوې پولیسې او د یهودانو پر مارکېټ په وسله وال برید کې ۱۷ کسان وژل شوي ول.

په اورېدنه کې عدالت ته ویل شوي چې مشکوکو کسانو شاوخوا یوه لسیزه مخکې په مجله کې د اسلام پيغمبر د شوي سپکاوي غچ اخیسته.

شارلي اېبدو مجلې د مقدمې تر پیل مخکې ځینې خاکې بیا خپرې کړې. د سېپټېمبر پر ۲۵مه، یو سړي او یوې ښځې د یوې خبري ادارې د ودانۍ بهر سېګرېټ څښه چې ورباندې یو کس برید وکړ او په چاړه یې ووهل.

د هغې خبري ادارې دفتر په هم هغه ځای کې دی چې په ۲۰۱۵ز کال کې پکې د شارلي اېبدو دفتر وو. شارلي اېبدو مجله اوس په پټ ځای کې دفتر لري.

فرانس پريس اژانس له پلټنو څخه د باخبره سرچینې په حواله ویلي چې پاکستان توکمه ځوان په غلطۍ هغه خلک په نښه کړي او ګومان یې کړی وو چې په هغه ودانۍ کې اوس هم د شارلي اېبدو دفتر دی.

اژانس د سرچيني له قوله ليکلې چې مشکوک تن د جرم له ځایه نيول شوی او په جامو یې د وینې داغونه ول.

اژانس وايي، حسن د برید ذمه واري منلې او ويلي يې دي چې په مجله کې یې د خاکو د بیا خپرېدو پر ضد دا کار کړی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزير جېرالد دارمنین د سېپټېمبر پر ۲۵مه ويلي دي چې دا یو ترهګر برید وو.

نوموړي له "فرانس دوه" ټېلېوېژن سره په مرکه کې وويل، "واقعاً په دې کې د شک ډېر ځای نشته" چې دا یې د "هیواد، د خبریالانو او ټولنې پر وړاندې تازه خونړی برید دی."

د ترهګرۍ ضد څارنوالانو د پېښي پلټنې پيل کړي. د کورنیو چارو وزير په فکر، مشکوک بريدګر درې کاله وړاندي له پاکستانه په کم عمرۍ کې ورغلی وو، خو د سختدریځه افکارو لرونکو په توګه نه وو پېژندل شوی.

پلټنونکي وايي، مشکوک تن په یوازې ځان دا کار کړي خو پوليسو د پوښتنو لپاره د هغه د کشر ورور په ګډون اته کسان نیولي.

تر حملې وروسته یو الجزایری وګړی له مشکوک بریدګر سره د تړاو په تور نیول شوی وو خو پولیسو وروسته خوشې کړ.

د دې وګړي وکیل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هغه د بریدګر مخې نیولو هځه کړې وه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG