د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ای پي ایل کې نن راجستان رایلز له کینګز ایلیون پنجاب سره لوبه کوي 


د کینګز ایلیون پنجاب کپتان کې ایل راهول تر اوسه ډېر ښه ځلېدلی دی. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر ۲۰مه)
د کینګز ایلیون پنجاب کپتان کې ایل راهول تر اوسه ډېر ښه ځلېدلی دی. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر ۲۰مه)

د هند د کرکټ غوره لیګ - انډین پرېمیر لیک - په لړ کې د سېپټمبر پر ۲۷مه راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سیالي کوي.

دا د روان دې مشهور تجارتي ټورنامنټ نهمه لوبه ده چې د محتحده عرب اماراتو په شارجه کې به ترسره شي.

دا لوبه نن ماښام د پېښور له وخت سره سم ماښام پر اووه بجې پیل شي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله.

د کلکته نایټ رایډرز سره په لوبه کې سنرایزرز لومړۍ لوبه توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوزېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوزېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ.

دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې د حیدر اباد په لوبډله کې لوبیږي دواړو ته د تېرې شپې په لوبه کې چانس ورکړل شوی وو .

محمد نبي یولس منډې وکړې او راشد خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG