د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي


په پاکستان کې پر لویو لارو وخت ناوخته داسې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي. (انځور: دویم اګست ۲۰۱۶م، ارشیف)
په پاکستان کې پر لویو لارو وخت ناوخته داسې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي. (انځور: دویم اګست ۲۰۱۶م، ارشیف)

د پاکستان د سيند صوبې په حېدر اباد کې د سپارلي ګاډي نړېدو په پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان رسنۍ د چارواکيو له خولې وايي، د سېپټېمبر ۲۶مې په ماښام ګاډۍ له حېدراباده کراچۍ ته روانه وه چې د نوري اباد په سيمه کې ونړېده.

د موټروې پوليسو مرستيال مشر ډاکټر افتاب پټان ډان ورځپاڼې ته ويلي چې پېښه د بریک وهلو له کبله شوې ده.

نوموړي د ډرايور له خولې ويلي چې د ده وړاندې یوه بله ګاډۍ روانه وه چې د هغې بونټ خلاص شو او ده د ځان بچ کولو لپاره برېک و وهلی چې په نتيجه کې يې ګاډۍ ونړېده.

چارواکي وايي، له نړېدو سره سم ګاډۍ اور واخيست چې پکې لږ تر لږه ۱۳کسان وسوزېدل او مړه شول.

دوی وايي، په ګاډي کې ټول ۲۰ کسان سپاره ول چې پکې پنځه سخت زخميان دي.

په پاکستان کې پر لویو لارو وخت ناوخته داسې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG