د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمي پبلک سکول قرباني شویو ټولنې عدالتي کمېشن راپور رد کړ


په دې راپور کې ویل شوي چې پېښه د سیکیوریټي د ناکامۍ له کبله رامنځ ته شوی ده.

په داسې حال کې چې سپریم کورټ د ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه د عدالتي کمیشن راپور له ولس سره د شریکولو امر کړی، د وژل شویو ماشومانو د کورنیو اتحادیې دا راپور مسترد کړی او د انصاف د اصولو ضد یې بللی دی.

د اتحادیې مشر فضل خان ایډوکیټ په دغه اړه د سېپټمبر پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل چې هغوی د پېښې د پلټنو لپاره د سپریم کورټ د جوډیشل کمېشن غوښتنه کوله خو په لومړیو کې د کمېشن جوړیدل د ځنډ ښکار وو او چې کله جوړ شو نو ذمه واري یې د پېښور های کورټ یو جج ته ورکړل شوه.

نوموړي زیاته کړه، د پېښور های کورټ د جسټس ابراهیم خان په مشرۍ جوډیشل کمېشن د پېښې په اړه په ۵۰۰ مخونو مشتمل راپور روان کال د جولای په میاشت کې له سپریم کورټ سره شریک کړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې پېښه د سیکیوریټي د ناکامۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

یاده دې وي چې د ارمي پبلک سکولونو د امنیت ذمه واري د پوځ ده خو ضروري نه ده چې د دې کار لپاره د پوځ خپل ملازمین موجود وي.

د پېښور های کورټ پخوانی جسټس شېرمحمد خان وايي، د دومره لویې پېښې ذمه واري د سکول په سیکیوریټي او یا انتظامیه ور اړول ممکن ځپلو شویو کورنیو ته اطمینان ورنکړي.

نوموړي وړاندې وویل، د یو ریاست د بریالیتوب لپاره انصاف تر ټولو مهم قدر دی. اوس پوښتنه داده چې که چیرې دغه ځپلې شوې کورنۍ د عدالتي کمېشن د راپور نه مطمین نه دي نو انصاف به له کومه ځایه ترلاسه کوي؟

په دغه اړه د پېښور های کورټ یو وکیل شهاب خټک وایي، باید د سپریم کورټ د ججانو په مشرۍ یو بل پراخه کمېشن د پیښې پلټنې وکړي او ذمه وار کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول په ترهګر برید کې د سکول د عملې، استادانو او ماشومانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي وو.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

XS
SM
MD
LG