د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ځوانان او پېغلې د خپل کلتور په اړه خبرې کوي


پښتانه ځوانان او پېغلې د خپل کلتور په اړه خبرې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ځوانان وايي،بايد چې له پښتون کلتوره د ناموسي وژنو، سورې او ولور په څېر ناسم دودونه له بيخه وويستل شي. ځوانانو غږ خپرونه کې د خبرو پر مهال ځینو ځوانانو دا هم وويل چې کلتور د يو قام د وګړو ژوند اسانوي خو له بده مرغه دلته د کلتور په نوم له ډېرو پښتنو پېغلو د تعليم په ګډون نور حقونه اخېستل کېږي. همداراز ځينې وخت ځوانان چې ډېره پوهه لري، له خپلو مشرانو پوښتنه نه شي کولای بلکې بعضې وخت د مشرانو پر وړاندې خبره کول جرم ګڼل کېږي. دا ځوانان دا هم وايي، که پښتانه غواړي چې کلتور يې پرمختګ وکړي نو دوی ته به په تعليم، ټکنالوجۍ، هنرونو، اقتصاد او ټولنيزو برخو کې مخکې تلل وي. په دې خپرونه کې موږ سره مېلمانه وو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ثنا اعجاز او د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

XS
SM
MD
LG