د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس: پولیسو ۱۸ کلن ځوان د چړو د برید په شک نیولی


د پولیسو چارواکي وايي، له مرکزي ملزم سره د ممکنه رابطو په تور يو الجريايې وګړی هم نيول شوی.
د پولیسو چارواکي وايي، له مرکزي ملزم سره د ممکنه رابطو په تور يو الجريايې وګړی هم نيول شوی.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير وايي، په پاریس کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د طنزیه مجلې شارلي ابدو له پخوانيو دفترنو سره نږدې په چړو د دوو کسانو د ژوبلو پېښه، د يو ترهګر بريد په څېر ارزول کېږي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير جېرلډ ډرمېنن د سېپټېمبر پر ۲۵مه وويل چې دغه پېښه "د اسلامي ترهګرۍ واضحه فعل دی". د نوموړي په وینا خبره ښکاره ده خو په دې کې لږ ډېر شک شته.

نوموړي له فرانس ـ ټو ټېلېويژن سره په مرکه کې وويل چې دا يې د هیواد خبريالانو او ټولنې خلاف يو نوی خونړی بريد دی.

د کورنيو چارو وزير ويلي، د پېښې مرکزي ملزم چې ۱۸ کلن دی، ګمان کېږي چې درې کاله مخکې په کم عمرۍ کې له پاکستانه راغلی.

پولیس وايي، یو مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې له پېښې ځايه ډېر لرې نه و او په کپړو يې وينه وه.
پولیس وايي، یو مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې له پېښې ځايه ډېر لرې نه و او په کپړو يې وينه وه.

البته د دې تن بشپړ شناخت معلومول لا هم روان دي.

د يادونې وړ ده چې مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې د پېښې له ځايه ډېر لرې نه و او جامې یې په وینو ککړې وې.

د پېښې له ځای سره نېږدې يو بلېډ هم مېندل شوی.

له مرکزي ملزم سره د ممکنه رابطو په تور يو الجیريايي وګړی هم نيول شوی.

پر دې سربيره په پاریس کې چې په کوم کور کې مشکوکه بريدګر اوسېدو، په هغه د چاپې پر مهال پنځه نور کسان په حراست کې اخېستل شوي. د هغو په اړه هم ویل کېږي چې پاکستانيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ناڅرګنده کسانو لخوا د چړو په برید کې څلور کسان ټپیان شوي ول.

پولیس په مشرقي پاریس کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
پولیس په مشرقي پاریس کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

پولیس وایي، دا پېښه د طنزیه ورځپاڼې "شارلي ایبدو" د دفتر خوا ته په سیمه کې رامنځ ته شوې وه.

اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۲۵مه خبر ورکړ چې پولیس د پاریس ختيځه برخه کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۵ز کال کې په دغه دفتر په ترهګر برید کې ۱۲ کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG