د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پهلوان نويد افکاري په دار ځړولی


نويد افکاري
نويد افکاري

د ايران سرکاري رسنۍ وايي، ايرانی پهلوان نويد افکاري په دار ځړول شوی دی.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او بشري حقونو ډلو په قتل کيس کې د افکاري د ککړ ګرځولو غندنه کړې وه.

د ايران سرکاري رسنۍ په جنوب فارس کې د انصاف څانګې د مشر په حواله وايي چې افکاري د سېپټېمبر پر ۱۲مه سهار وروسته له هغو په دار وځړول شو چې د وژل شوي تن د مور او پلار او کورنۍ په غوښتنه قانوني پروسه ترسره شوه.

افکاري په ۲۰۱۸ م کال کې په شيراز ښار کې د حکومت پر ضد د ولسي مظاهرو پر مهال د يو تن په وژنه کې ککړ ګرځول شوی و.

دې کېس د نړيوالې ټولنې پام ځانته اړولی و.

افکاري ويلي و چې دا قتل دا نه دی کړی او د تشدد د لارې پرې منل شوی.

د نويد افکاري کورنۍ، مدني فعالان او وکيل وايي، د نوموړي خلاف هېڅ ثبوتونه نه شته.

ايران د تشدد تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG