د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکساندر لوکاشېنکا د بېلاروس د ولسمشر په توګه نه منو: اروپايي ټولنه


الېکساندر لوکاشېنکا له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمن دی.
الېکساندر لوکاشېنکا له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمن دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر یو ځل بیا د ټولنې دا دریځ تکرار کړ چې الېکساندر لوکاشېنکا د بېلاروس ولسمشر په توګه نه مني.

جوزېپ بورېل دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د سېپټېمبر پر ۲۳مه په ناڅاپي ډول لوکاشېنکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه چې پرضد یې په ټول هېواد کې مظاهرې وشوې.

په بېلاروس کې د اګست پر نهمه له ولسمشریزو انتخاباتو راهیسې احتجاجونه روان دي چې پکې د درغلۍ د دعوو باوجود لوکاشېنکا د شپږم ځل واکمنۍ لپاره بریالی وبلل شو.

نوموړی له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمن دی.

تر انتخاباتو وروسته د ظالمانه چاپو پر مهال زرګونه کسان ګرفتار شوي، پولیسو سلګونه کسان وهلي او د اپوزیشن مشران یا نیول شوي او یا له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه هم د لوکاشېنکا د لوړې مراسمو لپاره پولیس سرتېرو په زور مرکزي لارې او کوڅې وتړلې.

نوموړی د ۸۰ فیصده رایو ګټلو دعوه کوي او د سوګند په غونډه کې یې د خوښې یو شمېر بېلاروسي چارواکي موجود ول.

بورېل وايي، چې برسلز له مېنسک سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه کوي.
بورېل وايي، چې برسلز له مېنسک سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر جوزېپ بورېل د سېپټېمبر په یوه بیان کې وویل، لوکاشېنکا ته د واک سپارل "د بېلاروس د ابادۍ د زیاتره برخو له ارادې سره په ټکر کې دي چې یوازې په بېلاروس کې سیاسي کړکېچ لا ژورولای شي."

ده وویل، خلکو خپله اراده "له انتخاباتو راهیسې په ګڼو، بېسارو او سوله ییزو احتجاجونو کې څرګنده کړې."

بورېل زیاته کړه چې برسلز له مېنسک سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG