د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور های کورټ د شکیل اپرېدي د کېس اورېدنه وځنډوله


پر شکیل اپرېدی تور دی چې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن په نيولو کې يې له امريکا سره د جاسوسۍ په برخه کې مرسته کړې.
پر شکیل اپرېدی تور دی چې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن په نيولو کې يې له امريکا سره د جاسوسۍ په برخه کې مرسته کړې.

پېښور های کورټ ته د سرکاري وکیل نه وړاندېکېدو او د ریکارډ نه جمع کولو له کبله د ډاکټر شکیل اپرېدي د کېس نېټه یو ځل بیا واړول شوه.

په پېښور های کورټ کې د شکیل اپرېدي وکیل قمر ندیم په چارشنبه مشال رادیو ته وویل چې نن یو واري بیا سرکاري وکیل عدالت ته وړاندې نه شو نو ځکه عدالت د بلې اورېدنې لپاره د روانې میاشتې ۳۰مه نېټه وټاکله.

قمر ندیم وایي، دا د ډاکټر شکیل مقدمې ۱۶مه اورېدنه ده چې پکې یوازې تاریخونه بدلېږي خو کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.

ډاکټر شکيل اپرېدی په ۲۰۱۱ز کال کې د پېښور په کارخانو مارکېټ کې نيول شوی وو.

پر نوموړي تور وو چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په نيولو کې يې له امريکا سره د جاسوسۍ په برخه کې مرسته کړې وه. په دې کاروايي کې اسامه وژل شوی وو.

خو اپرېدي ته د بند سزا په يادو تورنو کې نه بلکې له وسله والې ډلې منګل باغ سره د اړيکو درلودو په تور کې اورول شوې.

خو د هغه وکيل وايي، پر اپرېدي لګېدلي ټول تورونه بې بنياده دي.

شکيل اپرېدي ته د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ پخواني مرستيال پوليټکل ايجنټ عدالت په درېوو مقدمو کې ټوله د ۲۳ کالو د بند سزا اورولې وه.

XS
SM
MD
LG