د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په مومندو کې د دوو سړکونو او د یوه روغتون پرانسته کړې.
دغه دواړه سړکونه ۱۰۴ کلومیټره اوږدوالی به لري په دوه اربه روپو جوړېږي.
وزیر اعلا محمود خان وویل چې حکومت به یې د قبایلي ضلعو د ولس لپاره د پرمختګ منصوبې راوړي.
د مومندو ولس بیا تر اوسنیو اعلانونو زیات دې ته په تمه دي چې حکومت دې په پخوانو اعلانونو عمل وکړی او ۳ او ۴ جي موبایل نېټورک دې ورته بحال کړي او د ګورسل لار دې تر پخواني اعلان لاندې خلاصه کړي.