د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان برید، یو کس وژل شوی بل ژوبل دی


ځايي خلک وايي، سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۳۰ هدفي بریدونه ترسره شوي خو امنیتي ادارو لا تراوسه د بریدونو تر شا پټ لاسونه نه دې څرګند کړی.
ځايي خلک وايي، سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۳۰ هدفي بریدونه ترسره شوي خو امنیتي ادارو لا تراوسه د بریدونو تر شا پټ لاسونه نه دې څرګند کړی.

په شمالي وزیرستان کې په دوو بېلا بېلو هدفي بریدونو کې یو ځايي وګړی وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

د ضلعې انتظامیې یو چارواکي مشال راډیو ته ویلي چې تیره شپه نورک سیمه کې دوو مخ پټو وسله والو د خلکو په وړاندې د کلي له منځه یو ځايي وګړی اوچت کړی او بیا يې وژلی دی.

وسله وال په تېښته کې بریالي شوي دي.

دغه شان په تپی کلي کې هم په یو هدفي برید کې یو ځايي تن ژوبل شوی دی.

پولیس وایي، د پېښو پلټنې کوي خو ځايي خلک وايي، پولیس د پېښې ځای ته نه دی واغلی.

دوی وايي، سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۳۰ هدفي بریدونه ترسره شوي خو امنیتي ادارو لا تراوسه د بریدونو تر شا پټ لاسونه نه دي څرګند کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG