د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرېملن نقاد نوالني له روغتونه رخصت


الېکسي نوالني د کرېملن نقاد
الېکسي نوالني د کرېملن نقاد

د کرېملین نقاد الیکسي نوالني د جرمني له روغتونه د ۳۲ ورځو درملني وروسته رخصت شوی.

نوالني تېره میاشت د سایبریا په کورنۍ الوتکه کې له ناروغۍ وروسته د درملنې لپاره جرمني ته وړل شوی وو.

د جرمني چارواکو ویلي چې په جرمني، فرانس او سویډن کې ازموینو ښودلې چې نوالني ته د نوویچک عصبي اجنټ په نامه زهر ورکړل شوي و.

غربي نړۍ له روسې په دې اړه وضاحت غوښتی وو خو مسکو د پلټنو خبره رد کړې وه او ويلي يې ول چې تر اوسه یې د جرم ثبوت نه دی لیدلی.

په برلن کې شارېټې روغتون د سپټمبر په ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې د ناولني حالت تر ډېرې اندازې ښه شوی او د شدید بستر ناروغانو له وارډه يې رخصت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG