د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د داعش ډلې څلور مهم غړي وژل شوي


د خبرپاڼې په حواله، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لوریو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
د خبرپاڼې په حواله، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لوریو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې بېګا شپه د دوی ځواکونو د جلال اباد ښار د څلور مې ناحې په اکمالاتي بېز سیمه کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې په ختیځ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو، د ځانمرګو بریدونو، د باروتو او نغدو پیسو انتقالوونکي څلور مهم غړي یې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لوریو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

خبرپاڼه وایي، په ترسره شویو عملیاتو کې یو شمېر چسپکي او ریموټ کنټرول ماینونه، باروت، مرمۍ، ریموټونه، یوه اندازه نغدې پیسې، یوه هندۍ رکشه او یو کرولا موټر هم نیولي دي.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه هم دغه ریاست په تېره یوه اونۍ کې د ۷ وسله والو طالبانو، دوه انسان تښتوونکو، د جعلي پیسو د یو تن لیږدوونکي او د داعش په نوم له خلکو یو تن باج اخیستونکي د نیولو خبر ورکړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG