د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روزوېلټ کورنۍ له بېنظیر بوټو پوهنتون پېښور سره انلاین خبرې اترې


د پخواني امريکايي ولسمشر فرېنکلېن روزوېلټ مېرمنې، لسمۍ او لمسی د بې نظیر پوهنتون پېښور له زده کوونکو او استادانو سره انلاین خبرې اترې کوي. ۲۰۲۰، ۲۲م سېپټېمېبر
د پخواني امريکايي ولسمشر فرېنکلېن روزوېلټ مېرمنې، لسمۍ او لمسی د بې نظیر پوهنتون پېښور له زده کوونکو او استادانو سره انلاین خبرې اترې کوي. ۲۰۲۰، ۲۲م سېپټېمېبر

د امريکا پخواني ولسمشر فرېنکلېن روزوېلټ مېرمنې، لمسۍ او کړوسۍ د پيښور شهيد بېنظر بوټو ښځو پوهنتون زدکونکو سره انلاين غونډه کړي.

په پېښور کې د امريکا کونسلګرۍ د سېپټمبر پر ۲۲مه په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د امن نړيوالې ورځ يه تړاو د روزوېلټ کورنۍ ايني روزويلټ او ټرېسې روزوېلټ په پيښور کې د ښځو پوهنتون کې جوړ د اېلېنور روزوېلټ کارنر غونډې ته وينا وکړه.

په پېښور کې د امريکا کونسل جنرل سيبرون ټونې، چې د کار موده يې سر ته رسېدلی، نوي کونسل جنرل ګريګ ماکيرس، ولسي رابطه افسر کاهانيا روبېنسن په دې ورچول کنفرانس کې ګډون وکړ.

په شهيد بېنظير بوټو ښځو پوهنتون کې د اېلېنور روزوېلټ کارنر څلور کاله مخکې جوړ شوي وو چې مقصد يې تعليم، جمهوريت، قانون، سوداګرۍ او صحت څانګو کې کار کوي.

د پوهنتون مشرې رضيې سلطانې د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او ويې ويل چې د امريکا پخوانۍ لومړۍ ميرمن د کار په ځايونو کې د ښځو د حقونو لپاره اواز پورته کړی او د بشري حقونو لپاره يې ډير زيات کار کړ وو.

په دې موقع د امريکا پخواني ولسمشر لمسۍ او کړوسۍ غونډې ته وويل چې دوی به دا مشن جاري ساتي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دي ادارې له لاري په خيبر پښتونخوا کې لسګونه زره ځوانانې هر کال په امريکا کې له پرنټ، انلاين او ملټي ميډيا سرچينو ګټه پورته کوي او له پوهانونو سره رابطه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG