د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي


د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال (انځور له ارشیفه)
د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال (انځور له ارشیفه)

د افغانستان د لوګر ولایت پولیسو ویاند شاپور احمدزي مشال راډیو ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول، چې پر افغان ځواکونو یې د لوګر په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه وکړل.

دی وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو د لوګر د برکي برک ولسوالۍ اړوند تقي کلا او د ولايت مرکز اړوند شکر کلا کې د افغان ملي پولیسو پر پوستو بريدونه وکړل چې په ځوابي بریدونو کې د څو سرګروپانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوې او ۱۸ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

که څه هم شاپور احمدزي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ویل، خو یوې بلې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې په دې نښتو کې درې افغان سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG