بلغاريه يو عدالت په ۲۰۱۲ کال کې شوي پر يو بس هغه بمي بريد لپاره دوو تورنو کسانو ته د هغوی په غېب کې عمر قېد سزا اورولې چې يو ډرايور او پينځه اسريلي وګړي يې وژلي وو. سزا شوي کسان ميلاد فراح د لبنان او اسټريليا او حسن الحاج د لبنان او کينيډا غبرګ شهريت لري. د دوی ځای ځایګی نه دی معلوم او انټرپول پولیس يې د نيولو هڅه کوي.
دغه بريد يو لبناني فرانسوي محمد حسن الحسيني په ځان پورې په تړلي بم پر هغه بس کړی وو چې بلغاريه ته ورغلي اسرايلي سېلګر يې ليږدول. د بلغاريه چارواکو د دې حملې تور پر حزب الله پورې کړی وو خو هغوی رد کړې وو.