د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي په تېرو دوو اونيوو کې طالبانو ۹۸ ولسي وګړي وژلي دي. د دې وزارت وياند طارق ارين نن رسنيوو ته په لېږلي پېغام کې ويلي چې پر دې سربېره ۲۳۹ ټپيان کړي دي. د هغه په خبره تر ټولو ډېر بريدونه په ننګرهار او تخار کې شوي دي.
بلخوا د سرپل ولايت د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو امر باالمعروف ډلې په دې ولسوالۍ کې بيګا يوه ښځه وژلې ده.
د دې وژنې علت نه دی معلوم. طالبانو د دې دواړو خبرونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.