د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا په سپلګه کې د امنیتي ځواکونو خلاف دهرنه


د سپلګۍ پرلت د نيول شوو کسانو راخوشې کول غواړي
د سپلګۍ پرلت د نيول شوو کسانو راخوشې کول غواړي

د میرامشا سپلګه په سیمه کی ځايي ولس نن له هغه وروسته دهرنه پیل کړې چې د شنبې په ورځ دغلته د دوو عسکرو له وژل کېدو پس د پرلتوالو په وینا پاکستانیو امنیتي عسکرو د دوی په وینا د کلي عام وګړي نیولي او تشدد یې ورباندې کړی دی. پرلتوال د خپلو نیولو کسانو د پرېښودو غوښتنه کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې دوی وویل چې له هرې چاودنې پس د دوی له سیمې عام خلک اوچت کړل شي او بیا سخت تشدد ورباندې کېږي. د دوی په خبره که څه هم امنیتي ځواکونه ورسره ژمنه وکړي چې بیا به دغه ډول پېښې نه تکرارېږي خو له هرې چادونې یا بریده پس بیا بیا د دوی له کلیو بې ګناه کسان پورته کېږي؟

د سپلګې دهرنې یوه ګډونوال حمزه داوړ وايي، په سیمه کې د امنیت زمه واری د دوی نه بلکې د امنیتي ځواکونه ده، دی زیاتوي په دهرنه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ د سیمې خلک ناست دي او دا یې غوښتنه ده چې دا څلور پینځه کسان چې عسکرو له ځان سره بیولي دي، دا دې راخلاص کړي. دی وايي، دا دهرنه یې د دې لپاره کړې چې امنیتي ځواکونه پر عام ولس له تشدد کولو راوګرځوي.

حمزه داوړ دا هم وویل، چې سرکار دوی له ترهګرو پاک وزیرستان په نامه خپلو سیمو ته ورستانه کړ خو نن یې هغه د اېف سي ار تر قانون لاندې غونډ کلي تر سزا لاندې تېرېږي.

بلخوا له مشال راډیو سره د نوم نه ښودو په شرط یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي بیا د ځايي خلکو تورونه رد کړل او وايي چې دوی د معمول پلټنې کوي چې ککړ کسان ولټوي. نوموړی زیاتوي چې پر هېچا یې تشدد نه دی کړي او نه به وهل ټکول کېږي. د دوی په وینا د دې پلټنو پرمهال ځايي مشران هم ورسره مله دي. دی وايي له ولسه ملاتړ غواړي او ګرفتار کسان به ژر خوشې شي.

د یادولو ده چې د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې هم ځايي ولس وايي، د روانې [سېپټېمبر] میاشتې پر څلورمه نېټه په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه ګاډي د بمي برید وروسته په دا بله ورځ پوځیانو پر ځايي خلکو تشدد کړی او ګڼ کسان یې نیولي ول.

د هغې پېښې پس د شکتوی خلکو د سپټمبر پر شپږمه رزمک ته په لاریون ولاړل چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخور عالمزېب مسید هم ورسره وو. دوی وروسته د پوځي لوړپوړو چارواکو په دې ژمنه پرلت ختم کړ چې د رزمک پوځي کمانډنټ به د سپټمبر پر ۱۴مه په شکتوی کې له ځايي خلکو پر شوي تشدد بخښنه غواړي خو بیا له مشال راډیو سره په خبرو کې د جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړیو وویل چې پوځي چارواکی له ژمنې سره سم شکتوی ته نه وو ورغلی او نه یې له خلکو بخښنه غوښتې ده. په شکتوی کې نیول شوي ډېری کسان امنیتي عسکرو پرېښودي دي.

د شکتوی پېښې د سترګو لیدلی حال

د شکتوي شګې کلي يوه اوسېدونکي، عبدالمطلب د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل، "پوځیانو ډېره بده رویه ورسره کړې، کله چې پر پوځ برید وشو نو سبا ته راغلل او څوک چې یې په خپل کور کښې ګېر کړل، هغه یې ډېر خراب ووهل، یو سړک جوړېدو، په هغه کې سل مزدوران ول، هغه یې غونډ ونیول، ویې وهل، دغسې خلک یې هم ډېر نیولی دی، د چا لاسونه یې ورمات کړي دي، پښې یې ورماتې کړې دي، په لار کې، په کور کښې چې به یې سړی ولیدلو نو هغه به یې ونیولو. کورونو ته له لوړو سره راغلي ول، تر ۴۰ به ډېر ول، هر سړی به یې نیولی او وهلی به یې. په کلي کې یو سکول جوړ دی، هغه ته یې بیول او هلته یې بندول."

سرکاري دریځ

په شکتوی کې د راپورونو له مخې له ځايي خلکو سره د پوځیانو پر کړي تشدد مشال راډیو د جنوبي وزیرستان له ډیپټي کمېشنر خالد اقبال څخه سرکاري دریځ واخیست نو د نوموړي وینا وه چې دوی ته داسې هېڅ نه دي رپورټ شوي، یوازې پر سوشل میډیا خبرونه چلېږي. دی وايي، پرون ورسره خلکو لیدلي ول نن به هم دوی خپلو کې مشوره سره کوي، له دوی سره ویني او وروسته به د دوی خبره پوځ ته رسوي.

تر دې وړاندې د ګل په ورځ هم د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته ومنله چې په سیمه کې پوځ او پولیس په ګډه عملیات کوي خو د شکتوی دپېښې په تړاو لا تر اوسه هېڅوک دوی ته د رپورټ کښلو لپاره نه دي ورغلي.

نوموړي زیاته کړه دلته یو عجیبه غوندې کلچر دی چې له یوچا سره زیاتی وشي نو هغه د تاڼې پرځای درنې ته ځي او ترڅو چې د تشدد او ګرفتارۍ خبره ده نو تراوسه موږ ته هېڅوک نه دی ر اغلی چې زما دا کس ګرفتار دی یا تشدد پر شوی دی.

د شکتوی پېښې جرګې ته پوځي چارواکي نه دي ورغلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې پر ولسي وګړو د پاکستاني پوځ د مبيينه تشدد خلاف د سېپټېمبر پر اوومه پښتون ژغورنې غورځنګ په رزمک او ټانک کې مظاهرې وکړې. د غورځنګ يوه ځايي مشر عالمزیب مسيد په همدغه ورځ مشال راډيو ته وويل چې پر ولسي وګړو تشدد د منلو وړ نه دی نو ځکه احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG