پاکستان کې د رایې د اظهار قدر ختم شوی: اقبال خټک
د مشال مرکې مېلمه خبريال او د پاکستان لپاره د بې پولو خبريالانو سازمان (ار اېس اېف) استازی اقبال خټک دی. په مرکه کې نوموړي د خپل شخصي او مسلکي ژوند ترڅنګ پخوانی پېښور له ننني پېښور سره پرتله کړی دی، له هندي وزيراعظم اټل بهاري واجپای سره د مرکې او په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د خپلو مهمو رپورټونه يادونه کړې ده او پر دې يې هم رڼا اچولې ده چې په پاکستان کې خبريالان، رسنۍ او د بيان ازادي څومره ده؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
برخې
-
دسمبر 18, 2025اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
-
دسمبر 11, 2025خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟