د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالې شاهينه شاهين وژونکي‌ پرضد احتجاجي کېمپ لګول شوی


د خبريالې وژنه د سياسي ګوندونو ترڅنګ د خبريالانو سازمانونو غندلې ده.
د خبريالې وژنه د سياسي ګوندونو ترڅنګ د خبريالانو سازمانونو غندلې ده.

په کوټه کې د وژل شوې خبريالې شاهينه شاهين د قاتل د نيولو لپاره احتجاجي کېمپ لګول شوی دی.

احتجاجيان وايي، ترڅو چې د خبريالې په وژنه کې تورن کس ونه نيول شي دوی به احتجاج ته دوام ورکوي.

په کېمپ کې د خبريالې کورنۍ او د زده کوونکيو سازمانونو غړي ناست دي. شاهينه شاهين د سېپټېمبر پر پنځمه نېټه په تربت کې په ډزو وژل شوې وه.

د هغې مور د شاهينه د خاوند محراب ګچکي پرضد مقدمه درج کړې ده. د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د سېپټمېبر پر ۲۰ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې پولیس د تورن کس پرضد چاپې وهي خو هغه پټ دی.

د خبريالې وژنه د سياسي ګوندونو ترڅنګ د خبريالانو سازمانونو غندلې ده.

پاکستان يونېن اف جرنلټس وايي، په تېرو دوو لسېزو کې ۴۵ خبريالان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG