د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا د امنیت امر محمداصف توخی ووژل شو


نوموړی په یحیا خېلو کې په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
نوموړی په یحیا خېلو کې په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

د سېپټمبر پر ۱۹مه، د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمداصف توخی د یاد ولایت د یحیاخېلو او اومنې ولسوالۍ اړوند د (اته خونې) په سیمه کې وسله والو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی او درې پولیسان ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د ولایت مقام څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې پدې جګړه کې د یاد ولایت د خاص پولیسو قوماندان خانزاده کاروان هم ټپي شوی دی.

خانزاده کاروان رسنیو ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې خپل ټپونه برسیرن بللي دي.

د اصف توخي ملګرو د هغه تابوت پورته کړی دی.
د اصف توخي ملګرو د هغه تابوت پورته کړی دی.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، چې په یاده سیمه کې اوس هم د افغان هوايي او پلي ځواکونو عملیات روان دي او د دوی لومړني مالومات دادي، چې وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې پدې جګړه کې ۸ پولیس وژل شوي او د خاص قطعې د قوماندان په ګډون ۵ پولیسان په کې ټپیان شوي دي.

محمداصف توخی خواوشا یوه میاشت وړاندې پدې ولایت کې دامنیت امر په توګه ټاکل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG