د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ۱۷ کسان د ډینګي تبې نیولي


سږ کال تر اوسه ۱۷ کسان په ډینګي اخته شوي، تېر کال دا شمېره په زرګونو وه.
سږ کال تر اوسه ۱۷ کسان په ډینګي اخته شوي، تېر کال دا شمېره په زرګونو وه.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي او په ځینو روغتونونو کې ورته ځانګړې خونې پرانېستل شوې دي.

د صوبې د روغتیا وزارت چارواکو د سېپټمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، یوه ورځ وړاندې پورې ټول ټال ۱۷ کسان د ډینګي په تبې اخته شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت سېکټري امتیازحسین شاه وايي، د صوبې د ټولو ضلعو ډېپټي کمېشنرانو ته ویل شوي چې په دې اړه دې لازم اقدامات وکړي او په هسپتالونو کې دې د یادې ناروغۍ بیمارانو ته ځانګړې خونې پرانېستل شي.

نوموړی وايي، د روان کال له پیله یې د ډینګي د قابو کولو لپاره اقدامات کړي وو او همدا وجه ده چې په کم شمېر کې کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي. د نوموړي په وینا تېر کال په همدې وخت کې زرګونه کسان د ډینګي تبې ښکار شوي ول.

د امتیاز حسین شاه په وینا د ډینګي د مخنیوي لپاره یې د صوبې په بیلابېلو سیمو کې د سپری لړۍ پیل کړې ده چې لا هم روانه ده.

نوموړي دا ونه ویل چې دغه ۱۷ تنان د خیبر پښتونخوا په کومو برخو کې پر ډینګي اخته شوي دي خو د سېپټمبر پر ۱۹مه د کوز دیر د محکمه صحت مشر ارشاد علي روغاني مشال راډیو ته وویل چې په یاده ضلع کې د ډینګي له وجې د څلورو کسانو د بیمارېدو شک کېږي. نوموړی وايي، د غه څلور تنان تر څارنې لاندې دي خو تر اوسه یې هغوی په ډینګي د اخته کېدو پخلی نه شي کولی.

نوموړی وايي، د محکمه صحت کارکوونکي کور په کور ګرځي او خلکو ته په دې اړه هم خبرداری ورکوي او هم د صفایۍ مهم پر مخ وړي.

د خیبر پښتونخوا د صحت صوبايي سېکټري امتیاز حسین شاه پر ولس غږ وکړ چې په لارو کوڅو او د خپلو کورونو په بامونو دې د باران ولاړې اوبه نه پرېږدي او د ماښام نه پس دې د ماشو ضد سپری استعمالوي.

ډاکټران وايي، ډینګي تبه د یو خاص قسمه ماشي د چیچلو له وجې په سړي لګېږي او کوم کس چې ناروغه شي، سخته تبه کوي، ملا، سر، بندونه او ټول بدن یې ورته خوږېږي او کله کله پرې خارښ هم لګېږي.

XS
SM
MD
LG