د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباسي: پوځ به د قبایلي ضلعو د پولیسو روزنه کوي


د قبایلي ضلعو پولیسو ته به د ترهګرۍ ضد روزنه هم ورکول کېږي.
د قبایلي ضلعو پولیسو ته به د ترهګرۍ ضد روزنه هم ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر وايي، په قبایلي ضلعو کې د پولیس سرتېرو روزنه به د پاکستان پوځ کوي او دا پروسه به د اکتوبر میاشتې له ۱۵مې نېټې نه پیلېږي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ( انسپېکټر جنرل) ثنا الله عباسي د سېپټمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، دا مهال په قبایلي ضلعو کې د پولیس سرتېرو شمېره ۲۹ زرو ته رسېږي او هغوی به دغو سرتېرو ته د ترهګرۍ تر څنګ، د لومړني تحقیقاتي راپور ( اېف ايي ار) درج کولو، د ټرافیکو د قانون او داسې نورو څانګو کې روزنه ورکوي.

نوموړی وايي، په قبایلي ضلعو کې د پولیسو د نوو تاڼو د جوړولو لړۍ هم په تېزۍ سره روانه ده چې ورسره به په یادو ضلعو کې د پولیسو نظام ډېر زر مکمل شي. هغه وویل، نوې تاڼې په باجوړ او دواړو وزیرستانونو کې پرانېستل شوي دي.

عباسي وايي، د پولیسو په نوو ګومارل کېدونکو سرتېرو کې به ښځینه سرتېرې هم شاملې وي چې په قبایلي ضلعو کې به خپل خدمات وړاندې کوي. د نوموړي په وینا دا ډېر لوی پرمختګ دی. هغه وړاندې وویل:

"موږ د قبایلي ضلعو د پولیسو لپاره د نوو ګاډو او نورو ضروري اوزارونو اخېستل پیل کړي دي. تر اوڅه مو ۷۱ ګاډي اخېستي او نور هم اخلو لګیایو."

خو د قبایلي سیمو ځیني مشران وايي، د هغوی سیمو ته د پولیسو د نظام راتګ د هغوی ستونزې لا نورې سېوا کړې دي. د خیبر د کوکي خېلو قبیلې یو مشر ملک اسماعیل خان وايي، د زمکې په سر لانجې روانې دي، اوس هم خلک په مرموز ډول وژل کېږي، قلنګ اخېستل کېږي او درغلي له پخوا نه هم ډېره شوې ده. هغه وايي، پولیسو د دغو کارونو پر وړاندې هېڅ اقدامات نه دي کړي چې هغوی ترې مطمین شي.

خو د قبایلي ضلعو د پولیسو مرستیال مشر نواز احمد د سېپټمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د خیبر په تیرا او نورو سیمو کې چې کوم جرمونه شوي، هغوی یې عاملین نیولي او زندان ته یې اچولي دي. نوموړی وايي، په تیرا کې د ځمکو د وېش په سر ډېرې لانجې موجودې دي چې اوس یې هم مقدمې روانې دي.

د یادولو وړ ده چې حکومت د سېپټمبر پر ۱۶مه د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا سیمه کې د پولیسو یوه نوې تاڼه هم پرانېستې ده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ايي جي ثنا الله عباسي وايي، هغوی په ترجیحي بنیادونو په قبایلي ضلعو کې د پولیسو نظام جوړوي او د سیمې د خلکو حساسیت ته په کتو به هغوی هڅه کوي چې د پولیسو یو مثالي نظام هلته جوړ کړي.

د پخوانۍ فاټا اېجنسۍ د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شوې. تر هغې وړاندې هلته د پولیټیکل واکمني به وه او د انګریزانو نه د پاتې اېف سي ار د قانون لاندې پرېکړې کېدې او هلته به پولیس نه وو خو ملېشه او خاصدار ځواک به د امنیت ساتنه کوله.

XS
SM
MD
LG