د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ووژل شو


د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال
د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال

د افغانستان د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن د سېپټېمبر پر ۱۹مه سهار پوهنتون ته پر لاره په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د ایوب غروال پر وژل کېده د هیواد د دښمنانو کار بللی او اړوند ادارو ته یې امر کړی دی چې په دې اړه پلټنې وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترهګرو او جنایتکارو پرضد به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې بشري، سراسري او دایمي اوربند ومني کوم چې د ده په وینا، د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG