د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د بېلاروس انتخاباتو کې د مبینه سرغړونو څارنه کوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اروپايي ټولنې هغه قرارداد منلی چې په بېلاروس کې دې له بشري حقونو مبینه سرغړونې له نېږدې وڅارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر الیکساندر لوکاشینکا د استعفا لپاره پر احتجاج کوونکو چاپي دوام لري.

د بېلاروس بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو دا ګام یوه خطرناکه بیلګه جوړوی او دا د بېلاروس په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

په ۴۷ غړي لرونکي جنېوا فورم کې د ۲۳ هیوادونو استازو د اروپايي ټولنې د دې قرارداد په حق کې رایه ورکړې، دوو یې په مخالفت کې او د ۲۲ هیوادونو نماینده ګانو پکې برخه نه ده اخیستې.

د دې فورم غړیتوب نه لرونکي روس د څارونکي په توګه په قرارداد کې د ۱۷ بدلونون وړاندیز کړی وو خو یو هم نه وو منلی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG