افغانستان وايي، له ګاونډې هېواد تاجکستان سره د سټراتيجک همکارۍ تړون لاسليک کولو پلان لري.
دا اعلان د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۷مه کړی خو دا يې نه دي ويلي چې کله او چېرته به دا تړون لاسليک کېږي.
دا بيان د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر له خپل تاجک سيال سراج الدین مهرالدين سره د ملاقات څو ساعته وروسته ورکړل شوی.
حنيف اتمر د تاجکستان پلازمېني دوشبنې په دوه ورځنی سفر دی.
د تاجکستان چارواکو په رسمي توګه د سټراتيجک همکارۍ تړون په اړه څه نه دي ويلي.
تاجکستان اوس مهال له څلور هېوادونو چين، قزاقستان، روس او ازبکستان سره سټراتيجک همکاري تړون لري.
د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر له خپل تاجک سيال سره د ملاقات پرمهال زور راوړو چې هېواد يې برېښنا ته اړتيا لري او تاجکستان دې د برېښنا ترسيل بيا پیل کړي.
تاجکستان د جولای مياشت په اخري کې افغانستان ته برښنا تر ۹۰ فيصده پورې کمه کړې وه ځکه چې په هغه هېواد کې د اوبو زخيرو کې کمې راغلي وو چې د برښنا جوړولو لپاره دي.