خبریال اسد علي د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي څانګې د پوځ بدنامولو په تور نیولی وو او د هغه پر ضد یې په راولپنډۍ کې مقدمه درج کړې وه.
په اېف ای ار کې ویل شوي چې طور په مبینه توګه په سوشل میډیا د پوځ په ګډون د پاکستاني ادارو پر ضد پروپیګنډه کوله.
سېپټېمبر ۱۶مه د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس اطهر من الله د اسدعلي طور حفاظتي ضمانت منظور کړ او ورته یې امر وکړ چې د ضمانت لپاره راولپنډۍ عدالت ته درخواست وړاندې کړي.
اسدعلي طور هم په خپله ټویټر پاڼه ویلي چې عدالت ورته د یوې اونۍ حفاظتي ضمانت ورکړ.
بلخوا د بې پولې خبریالانو سازمان (آر ایس ایف ) په پاکستان غږ کړی دی چې په سوشل میډیا په خبریالانو د بندیزونو مخه دې ونیسي.
یاد سازمان نن (سپتمبر ۱۷ ) په یو بیان کې ویلي چې تیرو څو ورځو کې په دریو خبریالانو د غدارۍ ، خلکو د راپارولو او پاکستان پر ضد د هلو ځلو تورونه پوری کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د بلال فاروقي ، ابصار عالم او اسدعلي په نومونو دریو خبریالانو پرضد مقدمې جوړی کړي او یا یې د هغوي پر ضد پلټنې پیل کړي دي.
آر ایس ایف په بیان کې زیاته کړې چې باید د خبریالانو د زورولو لړۍ نوره ودریږي. پاکستان د صحافت د ازادۍ په اړه د دوه زره شلم کال لپاره د (ار ایس ایف) په فهرست کې د ۱۸۰ هیوادونو په لړۍ کې په ۱۴۵ م ځاي راغلی دی.