د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د ترهګرۍ په تور ګرفتار پاکستاني ډاکټر رواني معاینه کېږي


څارنوالانو عدالت ته ویلي مسعود باور کاوه چې ګنې دغه ایجنټان د اسلامي دولت ملګري دي.
څارنوالانو عدالت ته ویلي مسعود باور کاوه چې ګنې دغه ایجنټان د اسلامي دولت ملګري دي.

په امریکا کې د ترهه ګرۍ په تور نیول شوي د یو پاکستاني ډاکټر د نفسیاتي معاینې حکم ورکړل شوی دی.

د محمد مسعود په نوم دا ډاکټر او پخوانی څېړنکار دا مهال د امریکا په مینیسوټا ریاست کې د پولیسو په تحویل کی دی.

هغه د مارچ په ۱۹ مه د وفاقي تحقیقاتي اداری (اېف بي ای) ایجنټانو د مینیاپولیس په سینټ پال هوايي ډګر نیولې وو.

مسعود، د یو بهرملکي ترهه ګر تنظیم سره د مادي مرستو لپاره د هڅو په یوه پیښه کې مجرم ګرځول شوی دی.

پر هغه تور دی چې د اېف بي ای له مخبریانو سره یې په خبرو کې له اسلامي دولت ډلې سره خپله وفاداري ښودلې وه او ویلي يې وو غواړي چې په امریکا کې پخپلسر بریدونه وکړي.

څارنوالانو عدالت ته ویلي مسعود باور کاوه چې ګنې دغه ایجنټان د اسلامي دولت ملګري دي.

مسعود په امریکا کې د کار په ویزه اوسېده او له دې وړاندی یې د میو کلینک په نوم د روغتیا اداری سره کار کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG