د اسراییل پوځ د سېپټېمبر پر ۱۶مه وویل چې په دغو ۱۰ هوايي بریدنو کې یې یو شمېر اهداف په نښه کړي او دا چې دا بریدونه یې له غزه پټۍ د وسله والو پرونیو راکټي بریدونو په جواب کې کړي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا دغه راکټونه یې په ساحلي ښار اشدود کې لګېدلي چې په غزه پټۍ کې د حماس وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو ویشتل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د سېپټېمبر پر ۱۵مه له دوو خلیجي هیوادونو، بحرین او متحده عرب اماراتو، سره د تعلقاتو عادي کولو لوظنامې لاسلیک کړی.
د لوظنامو لاسلیکولو غونډه د امریکا ولسمشر دفتر سپینه ماڼي کې وشوه.
له دې وروسته د واشنګټن د ستنېدو په وخت اسراییلي وزیراعظم بن یامین نېتن یاهو خبریالانو ته وویل،دی حیران دی چې ترهګرو ولې د دې تاریخي غونډوې پر مهال راکټي بریدونه وکړل.
د ده په وینا وسله وال غواړي چې د امن لړۍ په شا بوځي خو دوی به بریالي نه شي.
بلخوا حماس هم نن اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو خلکو او مزاحمت پرضد د هر ډول اسراییلي جارحیت به بې له نېغ په نېغه جوابه پاتې نه شي.
فلسطینیان چې په غربي غاړه او غزه پټۍ کې خپلواکه ریاست غواړي، د امریکا په منځګړتوب د اسراییلو او خلجي هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو عادي کولو لوظنامې له خپل مقصد سره غداري ګڼي.
په دغو لوظنامو کې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ له لسیزو راهیسې شخړې په هکله څه نه دي ویل شوي.
فلسطیینانو له اسراییلو سره د عرب هېوادونو د تعلقاتو عادي کولو عمل رد کړی دی.