د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د هند بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله غږېدلی


خلیلزاد په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې
خلیلزاد په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر په سېشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یې په دوحه کې د سولې خبرو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

هغه په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې په دې کتنه کې پر دې خبرې وشوې چې واشنګټڼ او نوې ډېلي په څه ډول کولای شي د افغانستان سولې بهیر د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

دا د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې هند ته د ښاغلي خلیلزاد پنځم سفر دی.

هغه د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته تر لنډ سفر وروسته نوي ډېلي ته ولاړ.

نوي ډېلي دې ته په پام چې ویل کېږي د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، د افغانستان سیاسي راتلونکي ته اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG