د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو بل خبریال د پاکستان امنیتي ځواکونو اړوند مقدمه کې ښکېل


پاکستان: د بیان ازادۍ نړیوالې ورځې لمانځلو پر مهال یو خبریال د ژورنالیسټانو لپاره په دغه هېواد کې د خراب امنیت پرضد په راوتلې مظاهره کې پر ځوړند بېنر لاسلیک کوي. ۲۰۱۸، ۳ مې
پاکستان: د بیان ازادۍ نړیوالې ورځې لمانځلو پر مهال یو خبریال د ژورنالیسټانو لپاره په دغه هېواد کې د خراب امنیت پرضد په راوتلې مظاهره کې پر ځوړند بېنر لاسلیک کوي. ۲۰۱۸، ۳ مې

يو پاکستاني خبر یال اسد علي طور د ګل په ورځ پر خپل ټويټر کښلي چې د راولپنډۍ پوليسو د يو کس حافظ احتشام په مدعيت کې د هغه پرضد د پاکستان او امنيتي ادارو پر ضد د بې بنیاده پروپیګنډې مقدمه درج کړې ده.

اسد علي طور په ټویتر پر ده د کښلي ابتدايي راپور (اېف ای ار) کاپۍ هم لګولې چې پکې د حافظ احتشام نومي یوه تن پوليسو ته شکايت کړی چې په ټولنيزو رسنيو د پاکستان او د هغه هیواد د امنيتي ادارو پر ضد بې بنیاده پروپګنډه کوي.

ښاغلي طور پر ده پورې کړي تورونه ردوي او ويلي يې دي چې پوليسو د خپل يوه لاسپوڅي په نوم د ده پرضد د روانې میاشتې پر دوولسمه د راولپنډۍ په جاتلي تاڼه کې مقدمه کښلې ده.

د روانې میاشتې پر يولسمه نېټه د پاکستان رسنیو سمبالولو ادارې پیمرا د پخواني مشر او خبر یال ابصار عالم پرضد د پنجاب د جهلم ښار په دينه سیمه کې یو کس چودري نويد احمد هم په ورته تورونو مقدمه درج کړې وه.

د بیان ازادۍ او بشري حقونو ملکي او جهاني ادارو او فعالانو د دې اقدام غندنه کړې او دا يې د بیان ازادۍ ضد ګام بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG