د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان پر حالاتو د سپټمبر پر ۲۷مه بیا جرګه کېږي


د وزیرستانیو ولسونو جرګه
د وزیرستانیو ولسونو جرګه

د شمالي وزيرستان اتمانزو وزيرو جرګې فیصله کړې ده چې د سېپټمبر پر ۲۷مه نېټه به له حکومت سره د مذاکراتو لپاره يوه کمېټۍ جوړوي.

دا پرېکړه د سېپټېمبر پر ۱۳مه نېټه په مېرعلي کې د يوې جرګې پر مهال وشوه. دا جرګه د پخوانيو هغو لړۍ وه چې اتمانزو وزيرو د خپلو غوښتنو په لړ کې ترسره کړې دي.

د اتوار/یکشنبې په ناسته کې پر حکومت بيا غږ وشو چې په شمالي وزيرستان کې دې امنيت یقيني کړي، هدفي وژنې دې ودروي، د دته خېلو د زڼغوځو ستونرې دې حل کړي او افغانستان ته کډه شوي کسان دې ورستانه کړي.

په جرګه کې شامل د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ مشال راډیو ته وويل چې حکومت يې لاهم غوښتنې منلې نه دي نو ځکه دوی د سېپټمېبر پر ۲۷مه نېټه يې بله جرګه رابللې چې پکې به له حکومت سره د مذاکراتو لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړي. خو يوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په له شرط مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په سيمه کې يې امنيت تر ډېره پر ځای کړی دی، افغانستان ته کډه شوي زياتره کسان يې ورستانه کړي او پرمختيايي کارونه يې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې له تېر يوه کال راهيسې امنيتي وضع بيا خرابه شوې ده. دې حالاتو ته په کتو دا په تېره څه دپاسه يوه مياشت کې درېم ځل دی چې په سيمه کې د امنيت په خاطر د اتمانزو وزيرو مشران سره جرګه کېږي.

بلخوا د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو د يو ځاي مشر د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ عامه اړيکو ادارې( ای اېس پي ار) وياند مېجر جنرل بابر افتخار د سېپټمبر پر ۱۳مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې امنيتي ځواکونو د يکشنبې پر ورځ په ګړيوم شکتوی کې د استخباراتي مالوماتو پر اساس عمليات وکړل.

نوموړي په عملياتو کې د وسله والو د ځايي مشر احسان الله څڼي او د درې نورو وسله والود وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ وياند دا ادعا هم کړې چې احسان الله څڼي په مختلفو ترهګرو پېښو کې لاس درلود چې پکې څو ورځې وړاندې په شکتوی کې پر امنيتي ځواکونو حمله هم وه.

په دې بريد کې د پوځ په خبره لېفټېنېټ ناصر خالد او کېپټن صبيح وژل شوي ول. د وسله والو د وژل کېدو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي او نه هم خپلواکه سرچينو د پوځ د ادعاوو تصديق کړی دی.

XS
SM
MD
LG