د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونان کې پر مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهوونکی ګېس کارول شوی 


د یونان حکومت وايي دې خلکو ته نوی کېمپ جوړوي خو پولیس هڅه کوي چې د ليسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.
د یونان حکومت وايي دې خلکو ته نوی کېمپ جوړوي خو پولیس هڅه کوي چې د ليسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.

په یونان کې د مظاهرو ضد پولیسو د سپټمبر۱۲مه په ليسبوس ټاپو کې پر مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی دی.

تر دې مخکې دغلته د کډوالو په موريا کمپ کې د اور د لګېدو له امله زرګونه کسان بې‌کوره شوي وو نو ځکه زرګونو بې‌سرپناه وګړي پر سړکونو شپې تېروي.

دوی په پرونۍ مظاهره کې د یونان له حکومته‌ د سرپناه غوښتنه کوله.

د یونان حکومت وايي دې خلکو ته نوی کېمپ جوړوي خو پولیس هڅه کوي چې د ليسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو سېل رامات شو او لېسبوس له ترکیې اروپا ته د هغوی د سفر یوه اساسي لاره او تم ځای دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG