د لاسرسي ځای

تازه خبر

 زموږ د مرستې لپاره دې فنډ جوړ شي: مذهبي لږکۍ


د پېښور په کوهاټي‌ ګېټ ګلیسا کې د عیسوي مذهب پلویان د عبادت پر مهال (ارشیف)
د پېښور په کوهاټي‌ ګېټ ګلیسا کې د عیسوي مذهب پلویان د عبادت پر مهال (ارشیف)

پېښور: په خیبر پښتونخوا کې د مذهبي‌ لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکی سازمان – ماینارټي رایټس فورم - وايي‌ ، حکومت له دوي سره د مرستو لپاره د عدالت پر امر لا عمل نه کوي.

یاد سازمان وايي‌ په ٢٠١٣م کال کې د پېښور پر یو کلیسا تر برید وروسته سپریم کورټ امر کړی وو چې په هغه برید کې له متاثره شویو کورنیو سره دې د مستقلې مالي مرستې لپاره یو فنډ جوړ شي.

خو د سازمان په وینا ، د سپریم کورټ د هغه امر اووه کاله شوي خو لا هم تر اوسه هغه امر نه دی عملي شوی.

د سازمان مشر اګسټن جېکب د ستمبر په ١١مه مشال راډیو ته وویل چې سره د سپریم کورټ د امر په رڼا کې تېرو شويو وفاقی او صوبایي حکومتونو د یاد فنډ د قایمولو لپاره شل کروړه روپۍ بېلې کړې وې خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

ده وویل، "د دې ستمبر پر ۲۲مه به اته کاله پوره شي، پر کلیسا د برید په پېښه کي ٩٠ کسان وژل شوي وو او تر ۱۰۰ زیات ټپي شوي وو، بیا له اغېزمن شويو کورنیو سره د مرستو لپاره سپریم کورټ د ځانګړي مالي فنډ جوړولو امر کړی وو."

ده وویل چې د هغه وخت وفاقي حکومت د دې لپاره ۱۰ کروړه روپۍ ورکړې وې او هغه وخت د پروېز خټک په مشرۍ صوبايي حکومت هم ۱۰ کروړه روپۍ ورکړې وې.

د اګسټن جېکب په وینا، دا پېسې بیا د قدرتي‌ افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې ته ورکړل شوې خو تر اوسه لا هغه فنډ نه دی جوړ کړل شوی.

د اقلیتونو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار وزیر زاده د سپټمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د دې فنډ قایمولو لپاره پر قانوني مسوده منظورولو کار روان دی او دا فنډ به زر تر زره جوړ کړي.

ده وویل،‌ "د اقلیتي فنډ قایمولو لپاره هغه ۲۰ کروړه روپۍ خوندي دي او تر اوسه پر کوم بل کار نه دي لګول شوې، زموږ اوسنی صوبايي حکومت د دې کار لپاره یوه قانوني مسوده هم تیاره کړې ده، دا به لومړی له کابینې منظوروو او بیا له صوبايي اسمبلۍ، او له دې فنډ څخه به د ترهګرۍ پېښو په صورت کې له اقلیتونو سره مالي مرستې کیږي."

د اقلیتونو د تنظیم مشران وايي د سپریم کورټ د ٢٠١٤م کال پر هغه امر هم عمل نه دی شوی چې په هره صوبه کې دې یو اقلیتي کمېشن جوړ شي.

XS
SM
MD
LG