د لاسرسي ځای

تازه خبر

بحرین او اسرایل د اړیکو عادي کولو هوکړه وکړه


ارشیف، د بحرین او اسرائیل رهبران
ارشیف، د بحرین او اسرائیل رهبران

بحرین د سېپټېمبر پر ۱۱مه له اسرایل سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل چې دا یو تاریخي بری دی.

ټرمپ د امریکا، اسرايل او بحرین د ګډ بیان متن هم خپور کړی او ویلي یې دي چې د بحرین پاچا د سېپټېمبر پر ۱۱مه د اسرایل له وزیراعظم سره په کتنه کې د اړیکو د عادي کولو موافقه کړې ده.

په دې بیان کې ویل شوي چې د اسرايل او فلسطین د لانجې حل لپاره به عادلانه هڅې جاري وساتي.

خو د فلسطین ادارې او د حماس سختدریځې ډلې دا موافقه غندلې او پر فلسطین ‌یې تېری بللی دی.

متحده عربي اماراتو تېره میاشت له اسرايل سره موافقه وکړه او بیا مصر او اردن اعلان وکړ چې له اسرايل سره خپلو سیاسي اړیکو ته د بیا کتنې په پایله کې یې روابط عادي کړي دي.

XS
SM
MD
LG