د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه جرګې ته نه عدالت ته جوابده یم: داود اپرېدی


خیبر کې د یوې جرګې تصویر
خیبر کې د یوې جرګې تصویر

ځوان مدني فعال داود اپرېدی چې د جمرود غونډۍ سيمې هوسۍ کلي اوسېدونکی دی د خپلې قبيلې کوکيخېل د جرګې د هغه پرېکړې خلاف راپورته شوی چې له مخې يې د دغه سيمې ښځو ته دړکه ورکړل شوې که چېرې د حکومتي مرستو د اخېستو لپاره د مرستو دفتر ورغلی نو کور به يې سوځول کېږي.

بلخوا کوکيخېل جرګې ويلي دي چې داود د دوی د پرېکړې سرغړونه کړې او په راتلونکې ګل دې ورته خپل سپیناوی ورته وکړي.

د پاکستان بشري حقونو کميشن او د خيبر ضلعې پوليسو د جرګې د دغه ګام غندنه کړې او وايي په خيبر پښتونخوا کې تر ګډېدو وروسته قبايلي جرګو ته نه بلکې د پاکستان عدالتونو ته جوابده دي.

داود اپريدي په چار شنبه مشال ريډيو ته وويل که څه هم د خپلې قبيلې جرګې ورته ويلي دي چې له خپلې خبرې پرشا شي ګنې کور به يې وسوځول شي خو نوموړی وايي د ميرمنو د مرستو مرکز خلاصولو لپاره خپل احتجاجي کمپاين به جاري ساتي. داود وايي پر دې پوخ باور لري که چېرې په راتلونکي ګل د جرګې پر وړاندې حاضر نه شو نو جرګه د ده د کور سوځولو او پر ده د جرمانې لګولو فصله کولای شي خو نوموړی وايي بيا هم جرګې ته نه حاضريږي: ''زه جرګې ته د وضاحت ورکولو لپاره تيار نه يم .زه د پاکستان له ریاست او ادارو غوښتنه کوم چې ما ته تحفظ راکړي.زه په ډاګه دا خبره کوم او ما ورته خواست هم کړی چې زه يو تن ته جوابده نه يم يعنې زه به يو تن ته ورځم او هلته به جواب ورکوم نو زه داسې نشم کولای. زه يوازې د پاکستان رياست او د هغې عدالتونو ته جوابده يم.''

بلخوا د کوکيخېل جرګې يو مشر فيض الله جان وايي داود اپرېدي ته هېچا دړکه نه ده کړې خو نوموړی وايي چې په اتم سپټمبر جرګې پرېکړه وکړه چې داود به په راتلونکې ګل ورځ د دې وضاحت ورکوي چې ولې يې د جرګې د پرېکړو خلاف په ټولنيزو رسنيو کې ويډيو ګانې خپرې کړې دي. فيض الله جان په چارشنبه مشال ريډيو ته وويل هغه دا مني چې اوس قبايلي سيمو ته عدالتي نظام غځېدلی خو د هغې باوجود د يوې قبيلې وګړي بايد د خپلې جرګې له پرېکړو سرغړونه ونکړي: ''تر څو چې د عدالتونو او د قبايلي سيمو د انضمام خبره ده نو له دې سره يې هېڅ تړاو نشته. د هرې علاقې خپل رسم و رواج دی. نو بايد هغه روايات تر پښو لاندې نکړل شي.''

فيض الله جان زياتوي هغه دا نشي ويلي چې که داود اپرېدی جرګې ته حاضر نشو نو له کومې سزا سره مخ کيدای شي. نوموړی وايي جرګه به دغه فیصله کوي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د شورا غړي شير محمد په چار شنبه مشال ريډيو ته وويل که څه هم قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ م کال کې په خيبر پښتونخوا ورګډې او پخوانی نظام يې ختم شوی او اوس دغلته د پاکستان عدالتي نظام ورغځېدلی خو بيا هم ځينې خلک کوشش کوي چې زوړ نظام ته دوام ورکړي. نوموړی وايي د داسې خلکو خلاف کاروايي پکار ده: ''اوس هم د جرګو ځينې غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره زوړ نظام ژوندی ساتل غواړي. بايد چې حکومت د داسې خلکو خلاف کاروايي وکړي.''

بلخوا د جمرود پوليسو يو مشر چارواکي ډي ايس پي نواز خان هم په نهم سپټمبر مشال ريډيو ته وويل چې دوی به دواد اپرېدي ته پوره پوره تحفظ ورکوي. د ده په خبره په قبايلي سيمو کې اوس خلک جرګو ته نه بلکې عدالت ته جوابده دي او ټول ولس به د ايين او قانون پابند وي. دا وايي که چا هم قانون په لاس کې واخېست نو پرضد به يې کاروايي کېږي: ''جرګې هېڅکله داسې کار نشي کولای. اوس هغه خبرې نشته چې د جرګو په وينا به د چا کور وسوځولی شي او که چا داسې وکړل نو پرضد به يې قانوني کاروايي کېږي.''

د يادونې ده چې داود اپرېدی وروسته له هغو په ټولنيزو رسنيو کې د کوکيخېل قبيلې د پريکړو خلاف کمپاين پېل کړ چې د روان کال د اګست په ۳۱ په خېبر ضلعه کې د کوکيخېل جرګې په جمرود کې د ماشومانو د صحت لپاره د مالي او نورو مرستو ورکولو يو حکومتي مرکز وتړلو. په دې مرکز کې به هرې هغې مور ته په پنځو قسطونو کې ۱۲۵۰۰ (دولس نيم زره) روپۍ د پنځلسو مياشتو په موده کې ورکول کېدې چې د دوو کالو نه کم عمره ماشوم لري.

جرګې پريکړه وکړه چې دغه پيسې دې په ياد مرکز کې نه بلکې په خپلو خپلو کورونو کې يا دې د دوی سړو یا خپلوانو ته ورکړل شي. دوي زياتوي په بازار کې موجود ياد مرکز ته د ښځو ورتلل د دوی د روياتو خلاف دي او که کومې ښځې ورغلې نو کور به یې سوځول کېږي.

بلخوا په خېبر کې د ماشومانو ښېګړې لپاره د پېسو او روزنې ورکولو يا چايلډ ويلنيس ګرانټ پروژې مشر عبدالغني د سپټمبر په ړومبۍ نېټه مشال ريډيو ته وويل چې دوی مېندو ته د پيسو ورکولو پر وخت د ماشومانو طبي معاينه هم کوي او دا کار کور په کور نشي کېدای. بلخوا مدني فعال داود اپرېدی بيا وايي چې دا د ښځو اييني او جمهوري حق دی چې د هغو پيسې دې هم هغو ته ورکړل شي او بله دا چې د ماشومانو طبي معاينه هم ضروري ده.

XS
SM
MD
LG