چارواکي وايي د خوست په قلندر او سبریو ولسوالیو کې تېره شپه ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو په ځوابي بریدونو کې اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه، ۱۰ وسله وال د قلندر او ۱۲ تنه د صبریو په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ده په خبره، وسله والو د قلندر په ولسوالۍ کې د ملي پولیسو په امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي برید سره مخامخ شول او یاده مرګ ژوبله ورواښته.
عادل حیدر وايي، چې په قلندر ولسوالۍ کې د ۱۰ وژل شویو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او وسلې يې هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.
دی وايي، چې په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د امنیتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.