د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د دیني عالمانو 'وژونکی' ګرفتار


ملي امنیت ریاست وايي، نوموړی د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د داعش د عملیاتو مشر وو. (انځور له ارشیفه)
ملي امنیت ریاست وايي، نوموړی د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د داعش د عملیاتو مشر وو. (انځور له ارشیفه)

د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې یو مهم غړی یې نیولی دی چې ورباندې په کابل کې د دوو دیني عالمانو د وژنې پلان جوړولو تور دی.

د ملي امنیت ریاست د سېپټېمبر پر ۱۰مه په ځانګړو عملیاتو کې د عبیدالله د نیولو خبر ورکړ چې په عکرمه مدني نوم هم یادېږي.

ریاست وايي، نوموړی د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د داعش د عملیاتو مشر وو.

ملي امنیت په بیان کې ویلي چې عبیدالله په ۲۰۱۲ز کال کې له حقاني شبکې سره وو خو وروسته له داعش سره یو ځای شو.

په بیان کې راغلي چې نوموړي په کندوز کې پر امام صادق جومات د بمي برید پلان درلود.

د ملي امنیت ریاست وايي، عبیدالله په جون کې د دوو دیني عالمانو محمد ایاز نیازي او مولوي عزیزالله مفلح د وژنې له مهمو پلانوونکو څخه یو وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG