د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن وايي، که ولسمشر شي په جګړه ځپلیو هېوادونو کې د سرتېرو شمېر کموي


 نومړي له ولسمشر ډانلډ ټرمپه یې هم د مرکې ورکولو غوښتنه کړې.
نومړي له ولسمشر ډانلډ ټرمپه یې هم د مرکې ورکولو غوښتنه کړې.

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بایډن ویلي، که منتخب شو نو په جګړه ځپلیو هېوادونو افغانستان او عراق کې به د ترهګرۍ ضد په جګړه کې د مرستې لپاره کم شمېر سرتېري وساتي.

بایډن وویل، دی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کمولو ملاتړ کوي، خو ستونزه دا ده چې امریکا اوس هم باید د ترهګرۍ او اسلامي دولت ډلې په اړه اندېښنه ولري.

دا څرګندونې بایډن د امریکا له پوځي ورځپاڼې سټارز اېنډ سټرایپس سره په ټېلېفوني مرکه کې کړي چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه خپره شوه.

ورځپاڼه وايي، له ولسمشر ډانلډ ټرمپه یې هم د مرکې ورکولو غوښتنه کړې.

بایډن ورځپاڼې ته ویلي چې فکر کوي له خپلو ملګرو هېوادونو سره د همغږۍ لپاره د ځانګړو عملیاتو د وړتیا لرلو په موخه سرتېري وساتي او په وینا یې چې له ۱،۵۰۰ تر ۲،۰۰۰ پورې سرتېري به کافي وي.

ده د هر هېواد او شام (سوریې) لپاره د سرتېرو مشخص شمېر و نه ښود.

په شام کې هم امریکايي سرتېري ځای پر ځای دي.

بایډن البته زیاته کړه چې په هغو هېوادونو کې چې امریکايي سرتېري ځای پر ځای وي، باید په سیاسي چارو کې مداخله ونه کړي او له خپلو ملګرو سره په روزنه او د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په مشرۍ کې همغږي وکړي چې په هغو هېوادونو کې سر راپورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG