د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا له کبله د مړو شمېر ۶،۳۵۹ ته ورسېد


په پاکستان کې په تیر یو شواروز کې د کورونا وایرس نهه کسان مړه کړې دي(انځور له ارشیفه)
په پاکستان کې په تیر یو شواروز کې د کورونا وایرس نهه کسان مړه کړې دي(انځور له ارشیفه)

په پاکستان کې په تېر شواروز کې د کورونا وایرس ۴۲۶ کسان ناروغه کړي او نور نهه کسان یې مړه کړې دي.

په پاکستان کې د سېپټېمبر تر نهمې د کورونا وايرس ناروغه کسانو شمېر ۲۹۹،۶۵۹ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۶،۳۵۹ کسان مړه شوي خو تر دوه لکه ۸۶ زره زيات ترې رغېدلي هم دي.

د پاکستان حکومت وايي، د اګست مياشتې راهیسې په دې هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان وفاقې حکومت د اګست له لسمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې پرانستلي ول.

خو تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانیزي. هلته د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون ترمخه په افغانستان کې د سېپټېمبر تر نهمې پورې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۸،۵۴۴ ته رسېدلی دی.

په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناورغۍ له وجې ۱،۴۲۰ کسان مړه شوي خو ۳۱،۰۴۸ کسان روغ شوي هم دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۸۹۷،۸۳۳ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر تر نهمې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۷ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۸ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG