د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې د مرمر کانونو نړېدو ۱۹ تنه وژلي


په نړېدلو کانونو کې مزدوران، موټر چلوونکي او نور کارکوونکي وژل شوي. (انځور له ارشیفه)
په نړېدلو کانونو کې مزدوران، موټر چلوونکي او نور کارکوونکي وژل شوي. (انځور له ارشیفه)

چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ټپي شوي شپږ تنه یې د سېپټېمبر پر اوومه لا را اېستلي وو.

د مومندو قبايلي ضلعې پولیس وایي، په زیارت غر سیمه کې د مرمر کانونو نړېدو ۱۹ تنه وژلي او ۱۸ لا هم ورک دي.

چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ټپي شوي شپږ تنه یې د سېپټېمبر پر اوومه لا را اېستلي وو.

ځايي چارواکي وايي چې د سپېټېمبر پر اوومه مازیګر مهال په نړېدلو کانونو کې مزدوران، موټر چلوونکي او نور کارکوونکي وژل شوي او ټپي شوي دي.

دوی وايي چې د پېښې پر وخت په سیمه کې تر ۵۰۰ زیات مزدوران موجود وو.

پولیس او د مرستندویه ادارو کارکونکي د پېښې په ځای کې د ورکو کسانو په لټون بوخت دي.

د زيارت ماربل غره ګڼ شمېر درنګونه دي چې په بارودي چاودنو ترې مرمر کاڼي رااېستل کېږي او په ورځني حساب ترې په لسګونو ټرکه مرمر وړل کېږي. ځايي خلک وايي په درنګونو کې د بېړني حالت لپاره هېڅ بندوبست نشته خو نزدې ورته د مامد ګټ سيمه کې يو روغتون شته.

د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار عارف احمدزي د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د امدادي کارونو لپاره د پوځ ترڅنګ له نورو اړونده ادارو سره یې هم رابطه کړې ده او سیمې ته يې لېږلي دي.

ده وویل چې د وژل شویو او ټپيانو له کورونیو سره به حکومت مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG