د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروس کې د اپوزېشن ګڼ غړي نیول شوي


بېلاروس ــ ــ په میسنک کې د ژبو سرکاري پوهنتون زده کوونکي د خپلو زده کوونکیو ملګرو په ملاتړ مظاهره کوي چې د سپټمبر پر ۴مه یې نیولي دي.
بېلاروس ــ ــ په میسنک کې د ژبو سرکاري پوهنتون زده کوونکي د خپلو زده کوونکیو ملګرو په ملاتړ مظاهره کوي چې د سپټمبر پر ۴مه یې نیولي دي.

د بېلاروس په پلازمېنه منسک کې د اپوزېشن په مشرۍ په لسګونه زره خلکو د سپتمبر په شپږمه دې لپاره لاریون کړی چې پر ولسمشر الیګزاندر لوکاشینکا د استعفا لپاره فشار زیات کړي. د بېلاروس د بشري حقونو یوه ډله ویاسنا وايي په پلازمېنه منسک کې د پرونیو مظاهرو پر مهال تر ۱۸۰ زیات او په برست نومي ښار کې تر ۳۰ زیات کسان نیول شوي دي.

په بېلاروس کې د خبریالانو سازمان وايي چې په نیول شویو کې دوه خبریالان هم شامل دي. د ازادې اروپا راډیو بېلاروس څانګې خبر ورکړی دی چې په ځینو ښارونو کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتي هم شوې دي.

اپوزېشن ګوندونه وايي چې د روان کال د اګست پر نهمه هلته په ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي. دوي غوښتنه کوي چې ولسمشر الیګزنډر لوکاشینکا دې استعغا وکړي او له سره دې ټاکنې وشي. خو په دې ټاکنو کې بریالی اعلان شوی ولسمشر لوکاشینکو درغلۍ ردوي او د بیا انتخاباتو مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG