د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو نومیالی لیکوال پرویز مهجور مړ شو


ډاکټر پروېز مهجور په ۱۹۵۲م کې د نوښار په خېشکو کلي کې د زرین خان کره زېږېدلی وو
ډاکټر پروېز مهجور په ۱۹۵۲م کې د نوښار په خېشکو کلي کې د زرین خان کره زېږېدلی وو

اسلام اباد - د پښتو ژبې وتلی لیکوال او څېړنکار ډاکټر پرویز مهجور د سپټمبر پر شپږمه نېټه د ناروغۍ له امله مړ شو.

د هغه مړی د سپټمبر پر شپږمه د خیبر پښتونخوا د نوښار په خیشکو کې د هغه په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړي یوشمیر کتابونه، تحقیقي مقالې او مقدمې لیکلې دي. د پښتو ژبې لیکوال او شاعران د ډاکټر پرویز مهجور مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره لوی زیان بولي.

شاعر او لیکوال اباسین یوسفزی وايي، "ډاکټر پرویز مهجوز یو ځیرک لیکوال ، څېړنکار او نقاد وو او تحقیق ته يې یوه نوې ځلا وربخښلې وه."

د اباسین یوسفزي په وینا، د نوموړي مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر لوی زیان دی او پښتو له یو پوهه او ځیرک څېړنکاره بې برخې شوه.

په چارسده کې د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر محب وزیر مشال راډیو ته وویل چې ډاکټر پروېز مهجور د پښتو د لغات سره سره پر تحیقق لوی کار کړی وو.

ده وویل، "هغه یوازینی څیړنکار وو چې هیله ترې کېده چې د پښتو تحقیق به مخ په وړاندې بوځي نو زه ګڼم چې پښتو اکېډمۍ د ده د تګ په وجه یتیمه شوه."

ډاکټر پروېز مهجور په ۱۹۵۲م کې د نوښار په خېشکو کلي کې د زرین خان کره زېږېدلی وو او لومړۍ زده کړې يې په خپل کلي کې او څوارلسم يې د نوښار له ډګري کالجه کړی وو.

نوموړي په ۱۹۸۱م کال کې په پښتو ادب کې او په کال ۱۹۸۸م کې په اردو ادب کې د شپاړسم ډګري ترلاسه کړې وه.

ډاکټر پرویز مهجور تر هغه وروسته د پېښور په پښتو اکېډمۍ کې د څیړنکار په حېث دنده پیل کړې وه. ډاکټر پرویزمهجور دولس کتابونه لیکلي او تالیف کړي دي.

د هغه په کتابونو کې د لوړو زده کړو – پي ایچ ډي – لپاره پر پیر روښان تحقیقي مقاله، ملا ارزاني خېشکي ،روحاني تصوف ، واصل روحاني په رحمان بابا غني خان او حمزه شنواري تحقیقي مقالې او د ماشومانو روایتي سندرې په نوم کتاب شامل دی.

اباسین یوسفزي او ډاکټر محب وزیر وویل، حکومت باید د ډاکټر پروېز مهجور لیکلي کتابونه او تحقیقي مقالې په نورو ژبو وژباړي چې نورو قامونو ته هم ورسېږي.

XS
SM
MD
LG