د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس دې الیکسي نوالني ته د زهرو ورکولو په اړه وضاحت وکړي: جرمني


الیکسي نوالني لا هم د برلن په روغتون کې تر درملنه لاندې دی
الیکسي نوالني لا هم د برلن په روغتون کې تر درملنه لاندې دی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر اشاره ورکړې چې که ماسکو پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه کوونکي الیکسي نوالني ته د زهرو ورکولو په اړه وضاحت ونکړي نو برلین به پر روس د نویو بندېزونو لپاره هڅې وکړي.

هایکو ماس دا څرګندونې د سیپتمبر پر شپږمه خپره شوې مرکه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې جرمن چارواکو د روس پر ضد د سختې رویې اشاره ورکړې ده.

بلخوا روس نوالني ته د زهرو ورکولو معامله کې خپله ککړتیا رد کړې ده. خو د هایکو ماس په وینا داسې یو شمېر نښې نښانې شته چې روس د دې تر شا لاس لري.

نوموړي په دغه مرکه کې زیاته کړې چې که روس په دې اړه سپیناوی ونکړي نو جرمني به مجبوره شي چې دې کړنې ته د جواب ویلو لپاره له خپلو اتحادیانو سره خبرې اترې وکړې.

د برتانیا د بهرنیو چار وزیر ډومینیک راب هم د جرمني خبرداری تایید کړی او ویلي یې دي چې روس پابند وو چې په خپله خاوره کیمیايي وسلې استعمالې نه کړي.

۴۴ کلن نوالني د ۲۰۲۰م کال د اګست په ۲۰ مه په الوتکه کې له سایبریا ماسکو ته په سفر وو چې روغتیايي حالت یې خراب شو او الوتکه په نیمه لار کې په اومڅک کې کوزه کړل شوه.

نوموړی دوه ورځې د یاد ښار په یو هسپتال کې وو چې وروسته جرمني ته بیول شوی او لا هم د برلین د یو هسپتال د انتهايي نګهداشت په څانګه کې بستر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG